عمر بن الخطاب رضي الله عنه فرمايي چې جبرائیل علیه السلام صحابه کرامو ته د یو نا پېژندل شوي سړي په شکل ورغی، هغه پداسې بڼه و چې جامې يې تکې سپينې وې او وېښتان يې تک تور و، د سفر کومې نخښې پرې نه ښکارېدې لکه ستړتیا، دوړې، ګډوډ وېښتان، د کالیو خېرنوالی، او په حاضرو کسانو کې هېچا نه پېژانده، حال دا چې دوی ټول د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو، نو هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حضور کې د یوه زده کوونکي په بڼه کېناست او د اسلام په اړه یې ترې پوښتنه وکړه، نو هغه د اسلام پدې ارکانو سره ځواب ورکړ چې په دوو شهادتینو اقرار، پنځه وخته لمونځونو ادا کولو، مستحقو کسانو ته زکات ورکولو، د رمضان میاشتې روژې نیولو او پر توانمند د حج ادا کولو ته شامل و.
پوښتونکي وویل: رښتیا دې وویل، نو صحابه کرام د هغه له پوښتنې کولو څخه حیران شول چې د هغه ناپوهي یې ښودله او بیا یې بیرته - ځواب ـ تصدیقاوه.
بیا یې ترې د ایمان په اړه پوښتنه وکړه، نو هغه د ایمان پدې ارکانو سره ځواب ورکړ چې د الله تعالی په وجود او د هغه پر صفاتو ایمان، هغه لره د هغه په افعالو کې په یووالي ایمان لکه: پیدا کول، هغه لره په عبادت سره یو ګڼل، او دا چې ملائکې الله جل جلاله له رڼا څخه پیدا کړي دي او هغو د - الله تعالی - عزتمند بندګان دي چې د الله پاک د حکم نافرماني نه کوي، د هغه امر پر ځای کوي، او د هغه پر کتابونو ایمان چې د هغه لخوا پر رسولانو نازل شوي دي لکه: قرآن، تورات، انجیل او نور، او په هغو پېغمبرانو ایمان چې د هغه له طرفه يې دين خلکو ته رسوي، د هغوی له جملې څخه نوح، ابراهيم، موسى، عيسى او نور پیغمبران علیهم السلام دي چې وروستى یې محمد صلى الله عليه وسلم دی، او د آخرت په ورځ ايمان، چې له مرګ نه وروسته قبر او برزخي ژوند ته شاملیږي، او دا چې انسان له مرګ نه وروسته ژوندی کیږي او حساب ورسره کیږي، او دا چې برخلیک به یې جنت او یا دوزخ وي، او پر دې ایمان چې الله تعالی د خپل مخکیني علم، حکمت او لیکنې پر بنیاد ټول شیان اندازه کړي دي، او دا چې دا هر څه د هغه د خوښې او تقدیر سره سم کیږي او دا چې دا هر څه یې د کومې موخې لپاره پیدا کړي دي. بیا یې ترې د احسان په اړه پوښتنه وکړه، نو هغه خبر ورکړ چې احسان دې ته وایې چې پداسې توګه د الله تعالی عبادت وکړي لکه چې الله ویني، خو که چېرته ورته دې مرتبې ته رسېدل ناشوني وي، نو بیا دې د الله تعالی داسې عبادت وکړي لکه چې الله یې ویني، نو لومړۍ د لېدو مرتبه ده چې تر ټولو لوړه ده او دویمه د څار مرتبه.
بیا یې ترې پوښتنه وکړه چې قیامت کله دی؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته بیان کړه چې د قیامت په اړه پوهې باندې الله تعالی ځان ځانګړی کړی دی، نو د هغه له مخلوقاتو څخه پرې هېڅوک نه پوهیږي، نه پوښتل شوی او نه پوښتونکی.
بیا یې ترې د قیامت د نخښانو په اړه پوښتنه وکړه؟ نو ورته یې واضحه کړه چې له نخښانو څخه یې د وینځو زیاتوالی او د هغوی د اولادونو زیږون دی، او یا د اولادونو لخوا د مورګانو نافرماني، چې لکه د وینځو په څېر رویه به ورسره کوي او دا چې د مېږو په شپنو او غریبانو باندې به په وروستۍ زمانه کې د مال دومره پراخي راشي چې د ودانیو په سینګار او جوړولو کې به یو پر بل ویاړي.
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې سوال کوونکی جبرائیل علیه السلام و او د دې لپاره راغلی و چې صحابه کرامو ته حقیقي دین ورزده کړي.
Hadeeth details