په يقيني توګه صفا او مروه د الله د دین له نښانو ځینې دي، نو څوک هم چې د حج بیت الله او یا عمرې (اراده) وکړي، نو پر ده هیڅ وبال (ګناه) نه شته (په دې کې) چې طواف وکړي په دې دواړو، او هر څوک چې په خپله خوښه څه نیکي وکړي، نو بېشکه الله قدرکوونکی، ښه عالم دی.
[د بقرې سورت] • 158
ای مومنانو (ټول) لوزونه پوره كړئ، د بې ژبې څارويو (ټول ډولونه) درته حلال كړی شول پرته له هغو چې ( وروسته به) درباندې ولوستل شي خو د احرام په وخت كې به ښكار كول ځان ته نه روا كوئ بې شكه الله چې څه غواړى حكم كوي.
[د المائدې سورت] • 1
اى مومنانو! الله به مو خامخا د ښكار نه په يو څه شي ازمايي چې ستاسو لاسونه او نيزې به ور رسيږي، د دې لپاره چې معلومه كړي څوك دى چې په غيبو ترى وېرېږي، خو كه له دې وروسته هم چا څه تېرى وكړ نو د هغه لپاره دردناك عذاب دى.
[د المائدې سورت] • 94
د سمندر ښكار او خواړه درته حلال شوي ستاسو او نورو لارويو د ګټې اخيستنې لپاره خو د وچې ښكار تر هغه درباندې حرام دى څو چې په احرام كې ياست او هغه الله نه وېره كوئ چې هغه ته به ورغونډېږئ.
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «خَيْرُ يَوْمٍ طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ يَوْمُ الْجُمُعَةِ، فِيهِ خُلِقَ آدَمُ، وَفِيهِ أُدْخِلَ الْجَنَّةَ، وَفِيهِ أُخْرِجَ مِنْهَا، وَلَا تَقُومُ السَّاعَةُ إِلَّا فِي يَوْمِ الْجُمُعَةِ».
"تر ټولو غوره ورځ چې لمر پرې راختلی د جمعې ورځ ده، په همدې ورځ آدم پیدا شوی او په همدې ورځ جنت ته داخل شوی او په همدې ورځ ترې راوېستل شو، او قیامت د جمعې له ورځې پرته نه راځي".
صحيح
مسلم روايت کړی دی
له خَولة الأنصاریة رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: «إِنَّ رِجَالًا يَتَخَوَّضُونَ فِي مَالِ اللهِ بِغَيْرِ حَقٍّ، فَلَهُمُ النَّارُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ».
«ځینې خلک د الله په مال کې په ناحقه؛ ناوړه لګښت کوي، نو د قیامت په ورځ د دوی لپاره اور (دوزخ) دی»
صحيح
بخاري روايت کړی دی
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّ اللهَ لَا يَنْظُرُ إِلَى صُوَرِكُمْ وَأَمْوَالِكُمْ، وَلَكِنْ يَنْظُرُ إِلَى قُلُوبِكُمْ وَأَعْمَالِكُمْ».
"الله تعالی ستاسو شکلونو او مالونو ته نه ګوري، بلکې هغه ستاسو زړونو او عملونو ته ګوري".
صحيح
مسلم روايت کړی دی
له عمر بن أبي سلمة رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سرپرستي کې کوچنی ماشوم وم، (د ډوډۍ خوړلو پر مهال به مې) لاس په کاسه کې آخوا او دېخوا کېده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل: «يَا غُلَامُ، سَمِّ اللهَ، وَكُلْ بِيَمِينِكَ، وَكُلْ مِمَّا يَلِيكَ» « اې هلکه، بسم الله ووایه، په ښي لاس خوراک کوه او له خپلې مخې څخه خوراک کوه» نو له هغه وروسته مې همدا د ډوډۍ خوړلو طریقه شوه.
صحيح
متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
له ابو موسی الأشعري - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِذَا مَرِضَ الْعَبْدُ أَوْ سَافَرَ كُتِبَ لَهُ مِثْلُ مَا كَانَ يَعْمَلُ مُقِيمًا صَحِيحًا».
"کله چې بنده ناروغ یا مسافر شي، نو د هغه لپاره د هغه عمل سره برابر ثواب لیکل کیږي چې د اقامت او روغتیا په حالت کې یې کاوه".